پیروزی تیم ملی کرکت افغانستان بر ایرلند در سیریز بیست آوره

آریانا نیوز : تیم ملی کریکت افغانستان با شکست دادن تیم آیرلند سلسله سه بازی ۲۰آوره را از این تیم برنده شد.
تیم افغانستان دراین بازی که دوشنبه شب (۲۸حوت) برگزار شده بود ۱۵۶ دوش به تیم رقیب هدف تعیین کرد، اما تیم ایرلند با از دست دادن تمامی بازیکنان خود با کسب ۹۸ دوش از بازی خارج شد و افغانستان این بازی را با تفاوت ۵۷ دوش برنده شد.
دربخش توپزنی برای افغانستان ابراهیم زدران از همه بیشتر و ۷۲ دوش کسب کرد و تا آخر در توپزنی باقی ماند.
درهمین حال، دربخش توپاندازی عظمتالله عمرزی درچهار آور بازی چهار بازیکن ایرلند را حذف کرد وصرف نه دوش به طرف مقابل داد.
همچنان نوین الحق سه بازیکن تیم ایرلند را از میدان بیرون نمود.

تلویزیون ملی: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې سیالې ایرلنډۍ لوبډلې ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې د ۵۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې ۲-۱ په خپله بریا پای ته ورسوله.
افغان اتلانو لومړی توپوهنه وکړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د خپلو اووه لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته ۱۵۶ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۷۲، محمد اسحق ۲۷ او صدیق الله اتل ۱۹ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې د یاد هدف په دفاع کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې په ۹۸ منډو له ډګره بهر کړه.
د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي ۴، نوین الحق ۳، راشد خان، فضل الحق فاروقي او ننګیال خروټي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
عظمت الله عمرزی د خپلې غوره توپ اچونې له امله د سیالۍ سټایلش لوبغاړی وټاکل شو.
دغه راز ابراهیم ځدراڼ چې د افغان لوبډلې په ګټه یې ۷۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
سربېره پر دې راشد خان چې په یاده لوبلړۍ کې یې د ۴۵ منډو په بدل کې ۸ ویکټې ترلاسه کولو سره د لوبلړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.
په دې بریا سره د افغانستان په کوربتوب د ایرلنډ پر وړاندې د درې واړه فارمټونو لوبلړۍ پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یوازېنۍ ټېسټ لوبه سیالې ایرلنډ، د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ افغان لوبډلې په خپله ګټه پای ته ورسولې.